دايران سپريم ليډر دجوهري پروګرام په اړه امريکائي تجويز مسترد کړو

Jun 4, 2025 - 23:39
 0  1
دايران سپريم ليډر دجوهري پروګرام په اړه امريکائي تجويز مسترد کړو
Irani supreme Leader/Photo/Reauters

 دايران سپريم ليډر ايت الله علي خامنه اي ديورينيم افزودګۍ پريښودل دسل فيصده ملکي مفاداتو خلاف ګرځولي اؤ دتهري  په جوهري معاملاتو ئې دلسيزو راهسې جاري تنازعې دحل کولو لپاره په  مذاکراتو کښې  دامريکې مرکزي مطالبه مسترد کړې ده.

 دغيرملکي خبري ادارې رائټرز ترمخه ايت الله علي خامنه اي  دجوهري  مذاکراتو ودرولو په اړه هيڅ نۀ دي وئيلي خو وئيلي ئې دي چې امريکائي تجويز زمونږ دقوم  په خودانحصارۍ يقين اؤ مونږ کولے شو، داصول سره په ټکر کښې دے.

 دايران سپريم ليډر ايت الله خامنه اي داسلامي جمهوريه ايران دباني روح الله خمينۍ  دکليزې په موقعه په ټي وي خپله وينا کښې ووييل چې دامريکې وړانديز زمونږ دخپلواکۍ اؤ عزت نفس خلاف دے، دۀ ووئيل چې ديورينيم افزودګي زمونږ دجوهري پروګرام اهمه برخه ده اؤ دشمن په دې نظر ساتلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي