دخېبرپښتونخوا حکومت زيرتعليم سل فيصده ماشومانو ته دفرنيچر ورکولو فيصله

Jun 1, 2025 - 21:53
 0  3
دخېبرپښتونخوا حکومت  زيرتعليم سل فيصده ماشومانو ته دفرنيچر ورکولو فيصله
CM Ali Amin Gandapur/Photo source/CM House

پېښور(  وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى  سردار علي امين خان ګنډاپور په صوبه کښې دتعليم دودې لپاره ديو اهم اقدام په توګه  دتعليمي ايمرجنسۍ لاندې ټولو سرکاري سکولونو کښې دزيرتعليم سل فيصده ماشومانو ته دفرنيچر ورکولو فيصله کړې ده اؤ متعلقه چارواکو ته ئې هدايت  کړے دے چې دراتلونکي مال کال په دوران دې  ټولو سرکاري سکولونو ته  دفرنيچر دفراهمۍ عمل  مکمل کړے شي اؤ دا خبره دې په هر صورت يقيني کړے شي چې سرکاري سکولونو کښې  کوم ماشوم په فرش کښينني.

 وزيراعلي وئيلي دي چې  په سکولونو کښې دفرنيچر دفراهمۍ لپاره  چې څومره هم فنډز پکار وي هغه به په ترجيحي بنيادونو فراهم کولے شي، دۀ وئيلي دي چې په سرکاري سکولونو کښې ماشومانو ته فرنيچر، واشرومز او دڅښلو صفا اوبو فراهمي  زمونږ  اولنۍ ترجيح ده اؤ په سکولونو کښې ددې بنيادي سهولتونو په فراهمۍ به کومه سمجهوته نۀ شي کولے

 وزيراعلي دا هدايت هم کړے دے چې په سرکاري سکولونو کښې دتدريس  معيار بهتر جوړولو لپاره دې خصوصي پروګرام شروع کړے شي اؤ ددې مقصد لپاره دې دجديد ټريننګ انتظام وکړے شي، دنوو بهرتي شوو استاذانو لپاره دې جديد ټريننګ لازمي وګرځولے شي

 دا هدايات دۀ داتوار په ورځ دراتلونکي  کليز ترقياتي پروګرام تيارۍ په اړه   داوږد اجلاس دصدارت کولو په دوران  ورکړيدي. دوزيراعلي دخزانې مشير مزمل  اسلم نه علاوه چيف سيکرټري شهاب علي شاه، ايډيشنل چيف سيکرټري پلاننګ اؤ ډويلپمنټ  اکرام الله خان اؤ متعلقه انتظامي سيکرټريز هم په اجلاس کښې شرکت کړے دے

په اجلاس کښې  دپه نوي ترقياتي پروګرام کښې شامليدو لپاره  دمنصوبه بندۍ، مواصلاتو، بلدياتو، تعليم، صحت، ابپاشۍ،  ابنوشۍ مجوزه منصوبو باندې تفصيلي غور شوے دے اؤ دټولو محکمو  دمجوزه منصوبو فرداً فرداً  جائزې اخستل کيدو وروسته دې ته حتمي شکل ورکړے شوے دے، وزيراعلي  ووئيل  دصوبائي حکومت نوے کيز ترقياتي پروګرام به يو  وژنري پروګرام وي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي