په خېبرپښتونخوا ترهه ګري يوځل بيا مسلط کړے شوې ده، سهيل افريدے
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سهيل افريدي وئيلي دي چې په خېبرپښتونخوا ترهه ګري يوځل بيا مسلط کړے شوې ده، سهيل افريدي صوبائي اسمبلۍ ته په وينا کښې وئيلي دي چې دا ترهه ګري چې راوستل کيده نو مونږ ټول باقاعده خبر کړي وو، سهيل افريدي ووئيل درجيم چينج اپريشن نه پس چې زمونږ دليډر اؤ زمونږ دقائد عمران خان يو جمهوري حکومت دلندن پلان لاندې رانسکور کړے شو نو دهغې نه پس مونږ ټولو پاکستانيانو ته ددې پلان په اړه وئيلي وو چې دپښتنو دسرونو سودا شوې ده اؤ دا ترهه ګر يوځل بيا خېبرپښتونخوا کښې ابادولے شي، وزيراعلى ووئيل چې دهاغه وخت حکومت ، دهغوي وزيران اؤ دځينو ادارو ارکانو يا ملازمانو وئيل چې مونږ دروغ وايو، داسې هيڅ نشته، خو نن مونږ وينو چې نن په خېبرپښتونخوا کښې په ځينو علاقو کښې دملټري اپريشن لاندې خلق بې کوره کولے شي چې مونږ ورته جبري انخلا وايو، دۀ ووئيل په هاغه وخت کښې چې مونږ وئيل چې دا خلق په غرونو دپاسه دي، کۀ چرې په هاغه وخت کښې دا اقدامات شوے وے نو دا خلق به لاندې نۀ راتلل، دۀ ووئيل دامن پاڅون دلارې چې مونږ دوي ته ووئيل چې دوي دغرونو نه لاندې راغلي که چرې په هاغه وخت کښې اقدامات شوے وے نو دوي به زمونږ بازارونو ته نۀ رارسيدل، هرکله چې دا ترهه ګر تر بازارونو راورسيدل نو بيا هم مونږ وئيل چې ګورئ دوي تر بازارونو راغلي دي، کۀ چرې په هاغه وخت کښې اقدامات شوے وے نو دا خلق به زمونږ کورونو ته نۀ رارسيدل، خو دبدقسمتۍ نه چې دا خلق زمونږ کورونو ته راورسيدل اؤ دټوپک په زور ئې زمونږ نه دشپې ډوډۍ خوړله نو سحر به دا خلق( طاقتورې طبقې ته اشاره) راتلل چې تاسو په دوي ډوډۍ ولې خوړلې، زمونږ پښتانۀ چې دشپې به ترې ترهه ګرو ډوډۍ خوړله، کۀ ډوډۍ به ئې نۀ ورکوله نو هغوي به وژل اؤ کۀ ډوډۍ به ئې پرې خوړله نو دوي( طاقتوره طبقې) به وژل،مونږ چرته لاړ شو، دبدقسمتۍ نه زمونږ په خبرو غور ونۀ کړے شو، سنجيده وانخستل شو، مونږ ته دروغژن ووئيل شول چې دوي پروپيګنډه کوي. دۀ ووئيل ددوي پرې څه وينه خو زمونږ دپښتنو توئيږي، دۀ ووئيل چې دبدقسمتۍ نه هاغه ذهنيت چې داتۀ اويا کلونو راهسې په دې ملک قابض دے، دهغوي لپاره زما دپښتنو، زما دقبائيلو وينه ډيره ارزانه ده، هغوي زمونږ وينه ، وينه نۀ ګڼي، هغوي زمونږ دقبائيلو وينه داوبو نه هم ارزانه ګڼي نو ځکه دې لوري ته پام ونۀ ګرځولے شو. کله چې ١٤ زره انټلي جنس بيسډ اپريشنو اؤ د٢٢ؤ لويو ملټري اپريشنو نه پس دلته امن نۀ راځي نو دا قصور زمونږ نۀ دے، دا قصور دصوبائي حکومت نۀ دے، دا قصور دسياسي اؤ مذهبي ګوندونو نۀ دے، دا قصور دپښتنو نۀ دے. دا قصور دے دبندو کوټو دفيصلو چې دهميشه نه په دې ملک مسلط شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0