لکي مروت کښې پوليس اهلکار دورور سره قتل

Dec 17, 2025 - 23:05
 0  1
لکي مروت کښې پوليس اهلکار دورور سره قتل

لکي مروت( وحدت خبر) لکي مروت کښې پوليس اهلکار دورور سره قتل کړے شوے دے، دپوليس ذريعو وينا ده چې دلکي مروت علاقې حيات خيل سره نزدې دغه پېښه شوې ده چرته چې پوليس اهلکار امير نواز دخپل ورور خان ګل سره په موټرسائيکل کور ته روان ؤ چې نامعلومو کسانو پرې ډزې وکړې، دډزو په نتيجه کښې شهيد شوے پوليس اهلکار تاڼه شهبازخيل کښې تعينات ؤ، نامعلومه حمله کوونکي په تېښته کښې کامياب شويدي. پوليسو علاقه په ګيره کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے، بلخوا دشهيد شوي اهلکار جنازه په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي