غزه کښې اسرائيلو نور خواؤشا 100 کسان شهيدان کړل،دصحت وزارت

د غزه دصحت وزارت وينا ده چې دجمعې دورځې دسحره راهسې داسرائيلو په حملو کښې دشهيد شوو فلسطينيانو شمير ١٠٠و ته رسيدلے دے، دالجزيره ترمخه دغزه دصحت وزارت چارواکو وئيلي دي چې په دغو شهيد شوو کښې ٥٥ کسان په شمالي غزه کښې په نخښه کړے شويدي، په لسګونو نور کسان د تباه شوو ودانيو دملبې لاندې دي.
له دې وړاندې دزيارت په ورځ دروئټرز خبري ادارې ترمخه دزيارت په ورځ دفلسطيني طبي چارواکو ترمخه دغزه پټۍ کښې داسرائيلو فوج لږ ترلږه ٨٥ کسان وژلي دي.
چارواکو وئيلي وو چې په دغو کسانو کښې زياتره په خان يونس کښې وژل شوي چې پکښې ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.
په وژل شوو کښې صحافي حسن سمور هم شامل دے، هغه دحماس لخوا دچلول کيدونکي اقصى ريډيو لپاره کار کولو اؤ دخپلې کورنۍ ديوولسو کسانو سر په نخښه کړے شوے دے.
What's Your Reaction?






