نوي ډيلي کښې دګاډي دننه چاؤدنه،١٠ مړۀ

Nov 10, 2025 - 22:04
 0  2
نوي ډيلي کښې دګاډي دننه چاؤدنه،١٠ مړۀ

 نوے ډيلے( ميډيا رپورټ)  دهند دارالحکومت نوي ډيلي کښې دګاډي دننه چاؤدنه شوې ده چې له امله ئې ١٠  کسان مړۀ شويدي، چاؤدنه دنوي ډيلي هائي سيکورټي زون  لال قلعه  سره نزدې په يو ګاډي کښې شوې ده،  دهندي ميډيا ترمخه   دچاؤدنې له امله ١٢ کسان ژوبل شوي اؤ ګڼو ګاډو ته زيان رسيدلے دے، دچاؤدنې  له امله  په نزدې ګاډو هم  اور لګيدلے دے، وروسته داور وژونکې عملې په  اور قابو موندلې ده. دډيلي پوليس ترجمان سنجے تياګي وينا ده چې په چاؤدنه کښې کم از کم اتۀ کسان مړۀ شويدي اؤ دوجې معلومولو لپاره ئې تحقيقات روان دي. چاؤدنه دماښامې خواؤشا اووۀ بجې شوې ده. چاؤدنه په يو سلو موونګ ګاډي کښې شوې ده، چاؤدنه چې کله وشوه نو په دغه وخت کښې په ګاډي کښې مسافر موجود وو، دچاؤدنې په وجه په نورو ګاډو هم اور لګيدلے دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي