جنوبي ايشيا کښې دبحران په راکمولو دوزيراعظم دملګرو ملتونو دسيکرټري جنرل دسفارتي کوششونو ستائينه

وزيراعظم محمد شهباز شريف وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتيريش په مشرۍ او پوره سفارتي کوششونو له امله جنوبي ايشيا كښې اوسني بحران كمولو كښې مرسته ه شوې ده.
د ټولنيزې ميډيا پليټ فارم ايكس باندې خپل پوسټ كښې شهبازشريف وئيلي دي چې مونږ د خپلې خپلواكۍ او سيمه ايز سالميت خلاف ورزۍ اجازه نه وركوو
دۀ وئيلي دي چې د ملګرو ملتونو سېكرټري جنرل انتونيو ګوتريش سره د خبرو په وخت د هغه پۀ قيادت او بشپړه سفارتي کوششونو د هغه مننه كوو چا چې په جنوبي ايشيا كښې اوسني بحران كمولو كښې مرسته كړې ده
وزيراعظم وئيلي دي چې مونږ د ملګرو ملتونو چارټر آرټيكل 51 له مخې خپلې دفاع حق استعمال كړے نو پاكستان سيمه ايز امن پراخه مفاد كښې د جنګ بندۍ مفاهمت احترام كولو پابند دے
بلخوا دسرکاري خبري ادارې اے پي پي ترمخه وزيراعظم شهباز شريف دمتحده عرب اماراتو صدر اؤ دابو ظهبۍ واکمن شيخ محمد بن زيد النهيان سره په ټيليفوني خبرو کښې وئيل دي چې د افهام او تفهيم فضاﺀ په ځائے ساتلو عزم تکرار کړے اؤ و ئيلي ئې دي چې پاكستان په جنوبي ايشيا كښې د امن خواهش لري
وزيراعظم وئيلي دي چې سندهـ طاس لوظ نامه به كله هم چېلنج كېدو له ورنه كړو٬ د تېر يو كال په مهال د پاكستان او متحده عرب امارات ترمينځه دوه اړخيزه مرستې په خاص توګه معيشت او سرمايه كارۍ په څانګو كښې ښه والے راغلے دے
What's Your Reaction?






