په کوهاټ کې دوه ځوانان په حوض کې د لمبېدو پر مهال مړه شوي

May 23, 2025 - 22:54
May 23, 2025 - 23:37
 0  6
په کوهاټ کې دوه ځوانان په حوض کې د لمبېدو پر مهال مړه شوي
Rescue 1122

کوهاټ ( نعمت الله خان ) په کوهاټ کښې د اوبو په حوض کښې د لمبېدو پر مهال دوه ځوانانو خپل ژوند له لاسه ورکړے.

د‌ کوهاټ رېسکيو 1122  وياند جواد اپرېدي ميډيا ته د پېښو اړوند په لېږلي معلوماتو کښې ويلي، لومړۍ پېښه د کوهاټ په تانده نومې د اوبو بند يا ډېم کښې رامنځته شوې چې پکې اتلس کلن محمد ذېشان په نوم د کوهاټ سورګل سيمې اوسېدنکی مړ شوی او  په بله پېښه کښې بيا د کوهاټ تحصيل لاچۍ اړوند د غورزۍ نومې سيمه کښې د اوبو ډېم کښې عطاء الرحمان نومې ځوان د لمبلو مهال ډوبېدو له کبله خپل ژوند بایللے.

دغه وژل شوي ځوان د مندورۍ نومې کلي اوسېدونکی و.

د رېسکيو 1122 وياند جواد اپرېدي رسينو ته پخپل يو غږيز پيغام کښې پر ولس غږ کړے، د ګرمۍ په دغه موسم کښې د ورځې مهال که څه هم ګرمي ډېره وي نو بايد د اوبو بندونو او حوضونو کښې له لمبېدو څخه ډډه وکړے شي، ځکه چې د‌ لمبا پر مهال د ډوبېدو پېښې رامنځته کېږي او مرګونې پايلې لري.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي