ميرعلي کښې داينټي نارکوټکس انسپکټر اغوا

دخېبرپښتونخوا قبائيلي ضلعې شمالي وزيرستان ميرعلي سب ډويژن کښې داينټي نارکوټکس انسپکټر نامعلومو کسانو تښتولے دے، په دې اړه دپوليسو وينا ده چې انسپکټر محمد حنيف دډيوتۍ په دوران نامعلومو کسانوتښتولے دے.
داينټي نارکوټکس انسپکټر داغوا کيدو په حواله دپوليس ذريعو وينا ده چې دغه انسپکټر دپاک افغان سرحد تحصيل غلم خان کښې زيرو پوائنټ باندې ډيوټي ترسره کوله.
دپوليس ذريعو وينا ده چې انسپکټر محمد حنيف دبنو په لاره ميرانشاه غلام خان ته روان ؤ چې په لاره کښې ددغه پېښې سره مخ شو.
What's Your Reaction?






