دکشميريانو اؤ پاکستانيانو قسمتونه ديو بل سره تړلي دي، عبيدالرحمان نظاماني

Feb 5, 2026 - 21:12
 0  12
دکشميريانو اؤ پاکستانيانو قسمتونه ديو بل سره تړلي دي، عبيدالرحمان نظاماني

 کابل( وحدت خبر)  کشمير سره ديو والي  دورځې په موقعه  دافغانستان په دارالحکومت کابل کښې  راجوړې شوې درنې دستورې ته په وينا کښې  دپاکستان سفير عبيدالرحمان نظاماني وئيلي دي چې  دکشميريانو اؤ پاکستانيانو قسمتونه ديو بل سره تړلي دي. عبيدالرحمان نظاماني ووئيل چې  په نظرياتي لحاظ سره مضبوط پاکستان دکشمير دازادۍ لپاره ضروري دے، همدغه شان دکشميريانو دجائزو حقونو حصول،دپاکستان دنظريې دمکمل تکميل لپاره انتهائي ضروري دے.سفير نظامي  دکشميري اولس دخپلواکۍ دحق دمنصفانه جدوجهد لپاره پوخ عزم تکرار کړے اؤ دکشمير مسئله ئې دپاکستان دروحاني اؤ قومي پيژندګلو يوه بنيادي ستنه وګرځوله، هغه  داتحاد اؤ يو والي يو ژور تصور پيش کولو سره ووئيل چې  دپاکستان اؤ کشمير ترمينځ تعلقات پۀ ژور روحاني اؤ نظرياتي تړون مبني دي. دۀ په دې خبره زور راوو چې  دپاکستان استحکام، سلامتي اؤ ددې نظرياتي بنيادونه  دکشمير وروڼو دبهارتي قببضې نه  ازادۍ سره  په ناقابل تنسيخ توګه تړلي دي.دغونډې برخه والو دا خبره په ياده کړې ده چې دجمو اؤ کشمير تنازعه دمتحده قامونو دسلامتي کونسل په ايجنډا کښې دشاملو پخوانيو تنازعاتو نه يوه ده اؤ ددې حل ، دمتحده قامونو په سرپرستۍ کښې يوه ازاده اؤ غيرجانبداره استصواب رائے، دبهارتي ضد په وجه داوږدې مودې راهسې دځنډ ښکار ده.په دې موقعه دصدرمملکت اصف علي زرداري، وزيراعظم شهبازشريف اؤ نائب وزيراعظم اؤ خارجه وزير اسحاق ډار پيغامونه هم واورولے شول.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي