سيکورټي ته دپېښو موجوده چيلنجونو مخنيوي لپاره لا موثره اقداماتو ته ضرورت دے،چارواکي

Dec 30, 2025 - 21:43
 0  7
سيکورټي ته دپېښو موجوده چيلنجونو مخنيوي لپاره لا موثره اقداماتو ته ضرورت دے،چارواکي

پېښور( وحدت خبر) چارواکو وئيلي  سيکورټي ته دپېښو موجوده چيلنجونو مخنيوي لپاره لا موثره اقداماتو ته ضرورت دے،  دترهه ګرۍ  خلاف موثره کارروايۍ لپاره دجديدې ټيکنالوجۍ، اينټي ډرونز سيسټمز، وسلې، دتاڼو بهترۍ اؤ دفنډنګ  طريقه کار کښې  بهتري پکار ده په ضم شوو ضلعو کښې  دسيکورټي منصوبو لپاره دفنډنګ ادائيګي شوې اؤ ائنده دوه کلونو کښې به نورې کمۍ پوره کړے شي، دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ ځانګړې سيکورټي کميټۍ ته بريفنګ کښې دغه خبرې شويدي.

  دتفصيلاتو ترمخه د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ د ځانګړې امنيتي کميټې يوه تفصيلي غونډه د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ اسپيکر بابر سليم سواتي په مشرۍ ترسره شوه، چې   ماسپښين  پيل شوه او د اوږدې مشورې وروسته پاې ته ورسيده. په دې غونډه کښې د حزب اختلاف مشر ډاکټر عباد الله، د  قانون صوبائي  وزير افتاب عالم، د پاکستان تحريک انصاف مرکزي مرستيال   داطلاعاتو  سکريټري شوکت يوسفزئ، او د کميټۍ نور غړو   شرکت کړے دے.  

غونډه کښې د خيبر پښتونخوا د پوليسو انسپکټر جنرل (IGP) او د هغه ټيم د صوبې د ټول امنيتي  صورتحال ، پېښور، ضم شوؤ  ضلعو او حساسو سيمو کښې د موجوده چيلنجونو په اړه تفصيلي او تازه بريفنګ ورکړو. د پوليسو چارواکو د يو  جامع پريزنټيشن له لارې د صوبائي حکومت لخوا په تېرو دوو کلونو کښې په پوليس فورس سرمايه کاري ، صلاحيت کښې ئې داضافې او اداره جاتي اصلاحاتو ستاينه وکړه. د کميټۍ غړو او وزيرانو د امنيتي مسائيلو په اړه پوښتنې او وړانديزونه وړاندې کړل، چې د پوليسو انسپکټر جنرل په تفصيل سره ورته  جوابونه ورکړل. په دې غونډه کښې  فيصله وشوه چې د موجوده امنيتي چيلنجونو سره د مقابلې لپاره نورې همغږۍ او مؤثره تدابيرو ته ضرورت دے .

پوليسو چارواکو کميټۍ ته وويل چې د ترهګرۍ   دمخنيوي   مؤثره عمل لپاره نوي ټيکنالوجۍ، په ځانګړې توګه د انتي ډرون سيستمونه، وسلې، د پوليسو سټيشنونو جوړول او  دفنډنګ په طريقه کار کښې  دبهترۍ ضرورت دے.  . د ضم شوو سيمو د امنيتي پروژو په اړه معلومات ورکړل شول او ووئيل شول چې فنډونه ورکړل شوي دي او په راتلونکو دوو کلونو کښې  به پاتې  خامۍ پوره شي.

کميټۍ ته د دې هم معلومات ورکړل شول چې د ترهګرۍ پۀ ضد د مبارزې لپاره د "کاؤنټر ټيروريزم ډيپارټمنټ" (CTD) پياوړې کولو لپاره  دنوو بهرتيانو، د مستقل تربيت اؤ د بيل  کيډر جوړول  ته ضرورت دے ترڅو د نورو صوبو په څېر يو قوي او پرله پسې CTD  فورس  جوړ شي. همدارنګه د  دانټلس جنس  سيسټم د مؤثره کولو او د ادارو ترمنځ د  دانټلس جنس شيئرنګ ډويژنل کچې پورې  په پراخولو زور راوړل شوے دے.

په غونډه کښې د پېښور، ډي آئي خان، بنو او لکي مروت په ګډون نورو ضلعو  کښې د سيف سټي  منصوبو د زر پيل کيدو په اړه هم معلومات ورکړل شول.

په دې موقع، د خيبر پښتونخوا د اسمبلۍ اسپيکر بابر سليم سواتي ووئيل چې دا د ځانګړې امنيتي کميټې وروستي غونډه نه ده، بلکې په راتلونکو غونډو کښې به د کور کمانډر او نورو اړوندو ادارو څخه هم بريفنګونه واخستل شي. کميټي به ټولې مشورې وروسته خپلې جامع سپارښتنې صوبائي او وفاقي حکومتونو ته استوي او دا به په ايوان کښې هم وړاندې شي.

اسپيکر روښانه کړه چې د صوبې د پايدار امن لپاره د ټولو ادارو ترمنځ مؤثره همغږي او قوي پاليسۍ اقدامات  ضروري دي، او اسمبلۍ به خپله آئيني ذمه واري په بشپړه توګه ترسره کوي او په امنيتي مسائيلو کښې فعال کردار لوبوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي