دخېبرپښتونخوا دډي جي هيلتهـ په ميا راشد ميموريل هسپتال ناڅاپي چهاپه

Nov 17, 2025 - 22:01
 0  4
دخېبرپښتونخوا دډي جي هيلتهـ په ميا راشد ميموريل هسپتال ناڅاپي چهاپه

دخېبرپښتونخوا  ډي جي هيلته شاهد يونس  دنوښار دويم لوئې سرکاري هسپتال   ميا راشد ميموريل باندې  ناڅاپي چهاپه وهلې ده،ايمرجنسي کښې ټيکنيشن، ليبر روم کښې نرسانې اؤ سينئر ليډي ډاکټران غائ وو،  په هسپتال کښې دڅوکيدار نه بغير ټوله عمله غائبه وه، ددوايانو سخت کمے ؤ. دصفايۍ صورتحال هم خراب ؤ، اپريشن تهيټر ته تالې لګول شوي چې ترې زنګ الوده سامان برامد شوے دے، تاريخ تيرې دوايانې هم ترلاسه شويدي، ډي جي هيلتهـ دهسپتال ټول ريکارډ په قبضه کښې اخستے دے. دهسپتال منيجمنټ فنډز غيرمرتب  شوے موندل شوے دے. داو پي ډي، ليبارټرۍ اؤ ايکسرے مالي حسابونه مشکوک دي، ډي جي هيتهـ سخت ايکشن اخستے اؤ وئيلي ئې دي چې دغريب اولس  په پېسه ډاکه اچوونکي به يو صورت کښې هم نۀ پريښودل کيږي، هسپتال کښې دبدعنوانۍ مکمل تحقيقات شروع کړے شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي