دجنګ په وجه مودي په سخته غصه کښې دے، عمران خان

دپاکستان تحريک انصاف باني چئيرمين عمران خان وئيلي دي چې دجنګ په وجه مودي په سخته غصه کښې دے، هغه به دانتقام په چکر کښې بيا حماقت کوي نو ځکه دې فورسز اؤ قوم بيدار اوسي.
په اډياله جيل کښې دخپلې خور عليمه خان سره په ملاقات کښې دپي ټي ائي باني ووئيل چې مودي دپاکستان نه سخت نفرت کوي.
په اډياله جيل کښې دپي ټي ائي باني سره دملاقات نه پس دعمران خان دريواړو خويندو دميډيا سره خبرې کړي اؤ دعمران خان له لوري دقوم په نوم پيغام اورولے دے.
عليمه خان ووئيل چې باني په موجوده حالاتو خبرې وکړې، باني ته مونږ ووئيل چې پاکستاني قوم ډير خوشحاله دے.
عمران خان ووئيل چې په جنګ کښې فوري ردعمل ضروري وي، په مقبوضه کشمير کښې فالس فليګ اپريشن وکؤے شو اؤ ددې نه پس مودي په پاکستان الزامونو لګولو سره حمله وکړه.
What's Your Reaction?






