سينيټ اليکشن، خېبرپښتونخوا کښې دپي ټي ائي 6 اؤ دحزب اختلاف 5 اميدواران کامياب

Jul 21, 2025 - 23:48
 0  0
سينيټ اليکشن، خېبرپښتونخوا کښې دپي ټي ائي 6  اؤ  دحزب اختلاف 5 اميدواران کامياب

 دپاکستان خېبرپښتونخوا اؤ پنجاب کښې دسينيټ  په يوولسو اؤ يوې چوکۍ دووټنګ نه پس دشميرنې عمل مکمل شوے دے، دغيرحتمي  نتيجو ترمخه خېبرپښتونخوا کښې د پاکستان تحريک  انصاف  شپږ اؤ دحزب اختلاف دجماعتونو پينځه اميدواران کامياب شويدي، دپنجاب واحده چوکۍ مسلم ليګ(ن) ګټلې ده.

خېبرپښتونخوا کښې دسينيټ په اوو، جنرل،  دزنانه ؤ په دوو اؤ دټيکنوکريټس/علماؤ لپاره په مختص دوو چوکو انتخاب ترسره شوے دے.

دا چوکۍ تيرکال دمارچ راهسې خالي پرتې وې ځکه چې اليکشن کميشن اف پاکستان اؤ دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ دسپيکر ترمينځ په مخصوصو چوکو دحلف دتنازعې په وجه په دې انتخابات نۀ وو ترسره شوي.

 په سينيټ کښې  حکمران اتحاد ته په دريوو کښې دوه برخې اکثريت ترلاسه شوے دے، پيپلز پارټي دسينيټ ترټولو لوئې جماعت جوړ شوے دے، پي ټي ائي دويم اؤ (ن) ليګ په دريم نمبر دے. دانتخاباتو نه پس  په سينيټ کښې دسياسي جماعتونو دچوکو موجوده صورتحال مخې ته راغلے دے چې ترمخه ئې حکمران اتحاد ته په سينيټ کښې په دريوو کښې دوه برخې اکثريت ترلاسه شوے دے. په سينيټ کښې  دپيپلز پارټۍ ٢٦، د(ن) ليګ ٢٠، دباپ ٤ اؤ ايم کيو ايم اؤ اے اين پي درې، درې ، درې سينيټران دي،  چې دغه شان پيپلز پارټي د٢٦و سينيټرانو سره ترټولو لوئې جماعت جوړ شوے دے. تحريک انصاف په سينيټ کښې دويم لوئې پارليماني جماعت جوړ شوے دےو   پي ټي ائي ته د١٦و سينيټرانو نه علاوه دنورو شپږو ازادو سينيټرانو حمايت هم ترلاسه دے.(ن) ليګ دشلو سينيټرانو سره دويم لوئې جماعت جوړ شوے دے، دجے يو ائي(ف) دسينيټرانو ټول شمير اوو ته رسيدلے دے.

خېبرپښتونخوا

 په خېبرپښتونخوا اسمبلۍ کښې دسينيټ د١١و چوکو لپاره اليکشن ترسره شوے دے، پي ټي ائي شپږ چوکۍ ترلاسه شويدي، مراد سعيد هم سينيټر جوړ شوے دے.

دغيرحتمي غيرسرکاري نتيجو ترمخه  په جنرل چوکو کښې  پي ټي ائي څلور اؤ اپوزيشن  درې پخپل نوم کړيدي، دتحريک انصاف مراد سعيد ته دتوقعو نه زيات ٢٦ ووټونه ترلاسه شويدي

 دپي ټي ائي نورو کاميابو شوو اميدوارانو کښې مرزا افريدي، فيصل جاويد او نورالحق قادري شامل دي.

 په جنرل چوکۍ داپوزيشن اميدوار مولانا عطاء الحق درويش اتلس، طلحه محمود ١٧  او نياز احمد په ١٨و ووټونو اخستو سره کامياب ګرځول شويدي.

 دټيکنوکريټ په چوکۍ دپي ټي ائي اعظم سواتي اؤ دنواز ليګ  دلاور کامياب ګرځول شويدي، دواړو په ترتيب سره يو کم نوي اؤ څلور پنځوس ووټونه ترلاسه کړيدي.

دزنانه ؤ  په چوکۍ دپي ټي ائي روبينه ناز اؤ دپيپلز پارټۍ روبينه خالد کاميابې ګرځول شويدي، دغيرحتمي اؤ غيرسرکاري نتيجو ترمخه دپي ټي ائي روبينه ناز يو کم نوي اؤ دپيپلز پارټۍ روبينه خالد دوه پنځوس ووټونه ترلاسه کړيدي. په پنجاب اسمبلۍ کښې دسينيټ په يوه جنرل چوکۍ  دضمني انتخاب غيرحتمي نتيجو ترمخه  دمسلم ليګ(ن) داسمبلۍ غړي عبدالکريم ٢٤٣ ووټونو ترلاسه کولو سره  کاميابي ترلاسه کړې ده، دپاکستان تحريک انصاف عبدالستار ٩٩ ووټونه ترلاسه کړيدي. دسينيټ په چوکۍ کاميابۍ لپاره ١٨٤ ووټونه پکار وو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي