پاکستان به دهند اجاره داري کله هم ونۀ مني، فيلډ مارشل سيد عاصم منير

دپاک فوځ سرلښکر فيلډ مارشل سيد عاصم منير وئيلي دي چې هند دې پوهه شي چې پاکستان به کشمير کله هم نۀ پريږدي.
فيلډ مارشل سيد عاصم منير دمختلفو جامعاتو چانسلرانو، پرنسپلانو اؤ سينئر استاذانو سره په خبرو کښې ووئيل چې اوبۀ دپاکستان ريډ لائن دے.
دۀ ووئيل چې په معرکه حق کښې الله تعالى دپاکستان مرسته وکړه، قوم چې داوسپنې ديوال جوړ شي نو يو طاقت ئې هم نۀ شي رانسکورولے.
سيدعاصم منير ووئيل چې په کشمير هيڅ سودا ممکن نۀ ده، مونږ کشمير کله هم نۀ شو هيرولے، هند دې پوهه شي چې پاکستان به کشمير کله هم نۀ پريږدي.
دۀ ووئيل چې هنددکشمير دمسئلې ددباوهلو کوشش کړے خو ناکامه شوے دے، کشمير يوه دعالمي سطحې مسئله ده، پاکستان به دهند اجاره داري کله هم ونۀ مني.
What's Your Reaction?






