غزه کښې دجنګ بندۍ حقيقي امکان موجود دے، صدر ټرمپ

Oct 8, 2025 - 23:23
 0  0
غزه کښې دجنګ بندۍ حقيقي امکان موجود دے، صدر ټرمپ

)  د امريکا اولسمشر ډونالډ ټرمپ وئيلي چې د اسرائيل او حماس ترمنځ د غزې اوربند لپاره يو ريښتينے (حقيقي) چانس موجود دے، او په منځني ختيځ کښې د سولې هڅې اوس يو پرېکړه‌کونکي پړاو ته رسېدلې دي. دا څرګندونې هغه د سپينې ماڼۍ (وائټ هاوس) کښې د کينيډا له وزير اعظم مارک کارني سره د ليدنې پۀ مهال له رسنيو سره د خبرو پر مهال کړې. د عربي رسنيو له مخې، اولسمشر ټرمپ ويلي، چې مونږ د منځني ختيز د سولې يو لوئې تړون ته ډېر نزدې يو، کوم چې به نه يوازې غزه، بلکې د هغې نه هاخوا سيمه کښې هم مثبت بدلون راولي. هغه دا هم تاييد کړه، چې د امريکا خبرې کوونکي دا مهال په مصر کښې د روانو غير مستقيمو خبرو برخه دي. د سپينې ماڼۍ په وينا، د اولسمشر ټرمپ ځانګړي استازي اسټيو وټکوف او زوم يې جيرډ کشنر هم په دې مذاکراتو کښې شامل دي. اولسمشر ټرمپ زياته کړه، چې مونږ غواړو يرغماليان زر تر زره خوشې شي. زمونږ يو ټيم دا مهال هلته موجود دي، بل ټيم روان شوي دي، او د نړۍ ډېري هېوادونه د دې پلان ملاتړ کوي. هغه هيله وښوده، که اسرائيل او حماس د اوربند تړون ته رضا شي، نو امريکا به دا يقيني کړي چې ټولې خواوې به د تړون پوره درناوي کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي