جنوبي وزيرستان کښې دوانا په کيډټ کالج دترهه ګرو حمله، درې خوارج کالج ته داخل شوي،دوه وژل شويدي

Nov 10, 2025 - 22:15
 0  2
جنوبي وزيرستان کښې  دوانا په کيډټ کالج دترهه ګرو حمله، درې خوارج کالج ته داخل شوي،دوه وژل شويدي

 پېښور( وحدت خبر)  قبائيلي ضلع  کوز جنوبي وزيرستان کښې  دوانا په کيډټ کالج  ترهه ګرو حمله کړې ده، دائي ايس پي ار وينا ده چې   ترهه ګرو  دمرکزي ګيټ سره  دبارودو نه ډک ګاډے  ټکر کړے دے ، په جوابي ډزو دوه خوارج وژل شوي دي ، ائي ايس پي ار وئيلي دي چې   مرکزي دروازه رانسکوره شوې اؤ نزدې انفراسټرکچر ته نقصان رسيدلے دے، د دريوو ترهه ګرو خلاف اپريشن روان دے،ائي ايس پي ار وئيلي دي چې  درې خوارج دکالج انتظامي بلاک ته په داخليدو کښې کامياب شويدي اؤ هم هلته محصور دي چې په ضد ئې  محاصره شوې اؤ کلئيرنس اپريشن روان دے. ائي ايس پي ار وئيلي دي چې  خوارجو يوځل بيا دظالمانه واردات کوشش کړے دے څنګه چې په ٢٠١٤م کښې په ارمي پبلک سکول پېښور کښې شوے ؤ. دواردات مقصد په ځوان نسل کښې ويره ترهه خورول دي  خصوصاً هاغو  زده کوونکو کښې چې په قبائيلي علاقو کښې دمعياري تعليم ترلاسه کولو سره  دخپلو ټولنو دمستقبل بهتر کولو کوشش کوي. ائي ايس پي ار وئيلي دي چې دکالج دننه پټ خوارج دخپلو مشرانو او هينډلرز سره په افغانستان کښې په رابطه کښې دي  اؤ دوي ته هدايات ترلاسه کيږي، دا کارروايۍ دافغان  خاورې سره منسوبو دهشت ګردو دډهانچو لخوا کيږي، دا معاملات دافغان  طالبانو دهاغو   دعوو برعکس دي  چې  ګنې  هلته دهشت ګردې ډلې نشته.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي