درګۍ کښې دنوښار خواجه سرا په ډزو قتل

May 26, 2025 - 14:38
 0  1
درګۍ کښې  دنوښار خواجه سرا په ډزو قتل

نوښار( وحدت خبريال) دنوښار سره تعلق لرونکے  خواجه سرا شهاب عرف وفا په درګۍ کښې   دموسيقۍ پروګرام نه په واپسۍ وژل شوے دے.

 دذريعو وينا ده چې دتارو جبې سره تعلق لرونکے ٢٨ کلن خواجه سرا وفا( شهاب)  ددرګۍهري چند علاقې  بدرګه کښې  هاغه وخت  نامعلومو کسانو په ډزو وويشتو چې هغه  دوادۀ په يوه دستوره کښې  دګډون نه پس  دپروګرام نه واپس راوتلو چې دوادۀ دکور سره نزدې  په ګيټ کښې  په کلاشنکوف سره  نامعلومو کسانو  په ډزو وويشتو.

درپورټ ترمخه  کله چې يو نامعلوم ملزمدخواجه سرا داغوا کولو اشاره وکړه نو  خواجه سرا خپل ګاډےتيز کړو چې په دې  نامعلومو کسانو په هغه ډزې وکړې  چې ورسره هغه پسر ولګيدو اؤ په موقعه ئې ساه ورکړه،  دخواجه سرا ډرائيور نويد هم په ډزو سخت ژوبل شوې دے.

پوليسو  رپورټ درج کړے اؤ دملزمانو شوکت اؤ نامعلومه کسانو خلاف ئې کارروائې شروع کړې ده.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي