دترک عسکريت خوښي تنظيم کردستان ورکرز پارټۍ دوسله وال جدوجهد ختمولواعلان

دترکيې عسکريت خوښي تنظيم کردستان ورکرز پارټۍ( پي کے کے) درياست خلاف دڅلورو لسيزو نه دزياتې مودې راهسې دروان وسله وال جدوجهد ختمولو او تنظيم دتحليل کولو اعلان کړے دے.
دغيرملکي خبري ادارې اے ايف پي ترمخه کرد پلوه خبري ادارې اے اين ايف رپورټ ورکړے دے چې کردستان ورکرز پارټۍ درياستي ادارو خلاف دخپل وسله وال جدوجهد ختمولو فيصله کړې ده.
دتنظيم لخوا په ټولنيزه ميډيا جاري شوي بيان کښې وئيل شويدي چې دپي کے کے ١٢م کانګريس تيره هفته دتنظيمي ډهانچې تحليل کولو او وسله وال جدوجهد دطريقه کار ختمولو فيصله کړې وه.
What's Your Reaction?






