دنوي وزيراعلى انتخاب، داسمبلۍ اجلاس به ١٣م اکتوبر کيږي
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا اسمبلۍ اجلاس د١٣م اکتوبر په سحر لس بجې طلب کړے شوے دے چې پکښې به دنوي وزيراعلى انتخاب کولے شي، داسمبلۍ سيکرټريټ لخوا دنوي شيډول باضابطه اعلاميه جاري کړے شوې ده چې پکښې وئيل شويدي چې ددې نه وړاندې داسمبلۍ اجلاس د٢٠م اکتوبر دغرمې دوه بجو پورې ځنډول شوے ؤ. داعلاميې ترمخه په اجلاس کښې به دنوي قائدايوان انتخاب کولے شي. داتوار په ورځ په ١٢م اکتوبر به غرمه دريوو بجو پورې دنامزدګۍ کاغذونه جمع کولے شي دکوم نه فوري پس چې به اسکروټني کيږي اؤ ماښام پينځه بجې به داميدوارانو حتمي فهرست جاري کولے شي. دشيډول ترمخه دنوي وزيراعلى انتخاب لپاره به شو اف هينډ دلارې ووټ دګل په ورځ سحر لس بجې کولے شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0