دايمل ولي سيکورټي به يقيني کوو، بيرسټر سيف

Oct 5, 2025 - 22:09
 0  1
دايمل ولي سيکورټي به يقيني کوو، بيرسټر سيف

پېښور(  وحدت خبر) د عوامي نېشنل ګوند مشر ايمل ولي خان نه د سيکيورټۍ اخيستو په اړه د خيبرپښتونخوا د اطلاعاتو صلاح کار بيرسټر محمد علي سيف  ردعمل څرګند کړے دے. بيرسټر محمد علي سيف په خپل بيان کښې، چې پۀ "ايکس" (پخواني ټويټر) خپور شوے، وئيلي دي چې   "ايمل ولي دې اندېښنه نه کوي، د وزيراعلي د هدايت مطابق به د هغه سيکيورټي يقيني کېږي. که څه هم سياسي اختلاف شته، خو د ايمل ولي بشپړ تحفظ به وکړو." هغه زياته کړه:  "که اړتيا شوه، زه به خپله د ايمل ولي د سيکيورټۍ ډيوټي وکړم. مونږ به هغه د وفاقي حکومت سپکو حربو پۀ وړاندې يوازې نه پرېږدو."

بيرسټر سيف وويل: "د وزيراعلي په لارښوونه د خيبرپښتونخوا پوليس د ايمل ولي خان د سيکيورټۍ لپاره ټاکل کېږي. هغه ته به د باور وړ سيکيورټي اهلکار ورکړل شي. په دې لړ کښې د ايمل ولي خان نه د سيکيورټي پرسونل فهرست غوښتل شوے دے."

نوموړي زيات کړه:  "وزيراعلي هدايت  کړے چې ايمل ولي خان ته دې  بشپړه او مناسبه سيکيورټي ورکړل شي."

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي