کۀ حماس جنګ بندي ونۀ کړو نو پۀ غزه به حملې نورې وغزوو، نيتن ياهو
د اسرائيل وزيراعظم بنيامين نيتن ياہو وايي که حماس د جګړې بندولو تړون و نه مني، نو په غزه کښې به پوځي عمليات نور هم تيز شي. نيتن ياہو دا خبرې د خپلې خاورې خلقو ته په يوه وينا کښې وکړې. هغه وويل چې د اسرائيل يو پلاوے به د مصر پلازمېنې قاهره ته واستول شي، تر څو د اوربند په اړه تفصيل او مهالوېش وټاکي ده زياته کړه چې حماس ته د دغه تړون منلو نه بغير بله لار نشته. نيتن ياہو دا هم وويل چې حماس بې وسلې کول (يعنې د وسلو نه خلاصول) يو حتمي کار دے، که دا د سفارتي لارو وشي او که د پوځي زور له لارې، او دا خبره امريکا ته هم واضحه شوې ده.
بل خوا، د فلسطين ډلې حماس د امريکا د پخواني اولسمشر ډونلډ ټرمپ 20 نکاتي د سولې پلان په پراخه کچه منلے، خو پۀ ځينو ټکو ئې اندېښنې څرګندې کړي او د برطانيا پخواني وزيراعظم ټوني بليئر رول ئې نه دے منلے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0