د کوهاټ ډپټي کمېشنر ويلي، پوليو ويروس به د ولس په ملاتړ سره ختمولی شي

Sep 27, 2025 - 23:13
 0  6
د کوهاټ ډپټي کمېشنر ويلي، پوليو ويروس به د ولس په ملاتړ سره ختمولی شي

کوهاټ ( نعمت الله خان )

په کوهاټ کې د پوليو يا ګوزڼ ويروس د ملي کمپاين په تړاو ډپټي کمېشنر په مشرۍ کې د ضلعي چارواکو غونډه ترسره شوې.

يادې غونډې ته د کوهاټ ضلعې ډپټي کمېشنر رحيم الله مسيد ويلي، د پوليو پېښې زياتېدل د ماشومانو پر وړاندې جدي ګواښ دی، دغه ويروس پر وړاندې مبارزه کې د ولس ملاتړ اړين دی بايد چې والدين د ګوزڼ ويروس پرضد کمپاين مهال د روغتيا ټيمونو سره مرسته وکړي او تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومانو ته هرمرو د ګوزڼ دوه څاڅکي واکسين ورکړي.

نوموړي په خپل دفتر کې ګوزڼ ويروس پر ضد په را روانه مياشت اکتوبر له 13مې نېټې څخه پلېدونکی څلور ورځني کمپاين په اړه د کوهاټ روغتيا چارواکو او د ضلعې اړوند محکمو مشرانو سره د کمپاين پر چمتوالي بشپړ خبرو کې زياته کړې ده، په هر حال کې به هڅه کوي په ضلع کې تر پنځه کلنۍ کم عمره ماشومان ته د ګوزڼ ضد واکسين ور ورسوي. 

دی وايي، هېڅ کوم ماشوم د کمپاين پر مهال پرته له واکسينو پاتې نه شي.

ده د کوهاټ ضلعې له ولسه هم غوښتنه وکړه چې د کمپاين مهال د روغتيا ټيمونو د ملاتړ وکړای شي او والدين د خپل ماشومان واکسين کړي چې له دغې ساري ناروغۍ وژغورل شي او په راتلونکي له معولوليت څخه غوندي پاتې شي.

د روغتيا نړيوال سازمان ( ډبليو اېچ او ) او په پاکستان د روغتيا ملي انسټيټوټ ( اېن ای اېچ ) راپورونو له مخې په دغه روان کې د پوليو ويروس 23 مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

په ګرده نړۍ کې پاکستان او افغانستان هغه دوه يوازيني هېوادونه ګڼل کېږې چې لا هم پکې ماشومان د ګوزڼ په ويروس اخته کېدو سره يې ژوند د تل لپاره په معلوليت بدلېږي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي