پاکستان هند ته ددروند نقصان رسولو صلاحيت لري، واشنګټن پوسټ

امريکائي اخبار واشنګټن پوسټ پخپله اداريه :ښې ليکلي دي چې دپاکستان له لوري دهندي طيارو درانسکورولو اقدام په ډاګه کوي چې دپاکستان سره هند ته دجواب ورکولو اؤ نقصان مکمل صلاحيت موجود دے.
امريکائي ورځپاڼې دغه خبره په داسې حال کښې کړې ده چې داطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې پاکستان په ايل او سي دهند ټول بريګيډ هيډکوارټرز تباه کړے دے چې پکښې د٤٠و نه ٥٠و پورې پوځيان وژل شويدي.
هغه وئيلي چې پاکستان دهند ٤٥ ډرونز هم تباه کړيدي چې پکښې ځينې په جام کولو او ځينې په ويشتلو سره تباه کړے شويدي.
امريکائي ورځپاڼې خبردارے ورکړے دے چې کۀ چرې دهند او پاکستان پشان دوه ايټمي طاقتونه پخپل مينځ کښې خبرې ونۀ کړي نو دا صورتحال ډير خطرناک کيدے شي.
په اداريه :ښې ليکل شويدي چې د١٩٧١ء نه پس دا وړومبۍ موقعه ده چې هند په پنجاب کښې حمله وکړه، دکوم وروسته چې پاکستان په جوابي کارروايۍ کولو سره دهند ګڼې جنګي طيارې هم دهغوي په حدودو کښې رانسکورې کړې، دا اقدام دپاکستان دفاعي صلاحيت اؤ ډيټرنس واضحه کوي.
په اداريه کښې تجويز ورکړے شوے دے چې هند دپهلګام پېښې وروسته معطل کړے شوې دسندهـ طاس معاهده بحال کولے شي اؤ په جواب کښې پاکستان هم مثبت اقدام پورته کولے شي، ددې ترڅنګ دواړو ملکونو ته سفارتياؤ عسکري بيک چينل رابطې دوباره بحالول پکار دي.
What's Your Reaction?






