پاکستان وائي د40و نه 50 پورې هندي پوځيان ئې وژلي، هند د16و وګړو دوژنې تصديق وکړو
پېښور: پاکستاني چارواکي وائي چې په کنټرول لائن ئې دهند په پوځي تنصيباتو شوې ګوله بارۍ کښې د٤٠و نه ٥٠و پورې هندي پوځيان وژلي دي.
بل لوري ته هندي پوليس وائي په پونچهـ ضلع کښې ( دپاکستان لخوا شوې) سختې ګوله بارۍ کښې شپاړس ولسي وګړي او يو پوځي وژل شوے دے.
دغه خبره برتانوي خبري ادارې انډي پنډنټ انګريزۍ څانګې کړې ده.
داطلاعاتو او نشرياتو وفاقي وزير عطاء الله تارړ وئيلي دي چې پاکستان په ايل او سي دهند ټول بريګيډ هيډکوارټرز تباه کړے دے چې پکښې د٤٠و نه ٥٠و پورې پوځيان وژل شويدي.
هغه وئيلي چې پاکستان دهند ٤٥ ډرونز هم تباه کړيدي چې پکښې ځينې په جام کولو او ځينې په ويشتلو سره تباه کړے شويدي.
په قامي اسمبلۍ کښې دخبرو په دوران هغه ووئيل چې دشمن دشپې په تيارۀ کښې حمله وکړه، بهارت چې په رافيل طيارو ئې ناز کولو، ورته معلومه نۀ وه چې دپاکستان به څه وکړي خو په کومې ارادې سره ئې چې پاکستان ته کتل په هغې کښې هغوي دشرمندګۍ سره مخ شول، اوس هند دشرمندګۍ لرې کولو لپاره حکمت عملي بدله کړې ده.
هغه ووئيل دشمن ستاسو خلاف بهترينه ټيکنالوجي استعمالوي، دوي ګڼل چې ګنې خداې نخواسته دپاکستان به ډير نقصان وکړي خو دپاکستان پوځونو ورته خلۀ ماتے جواب ورکړو، دۀ ووئيل دا رافيل طيارې نۀ دي رانسکورې شوي بلکې دهند غرور او ناز رانسکور شوے دے، په لومړي ځل مو پرې چائے څښلې وه، دا ځل هم چائے تياره وه خو دشمن وتښتيدو نو ځکه مو هوم ډيليوري کړې ده، مونږ خپلو شاهينانو ته ددې ايوان نه سلام پيش کوو.
دۀ ووئيل چې هند په پاکستان ډرون حملې کړي، په ډرونز کښې اسرائيلي ټيکنالوجي استعمال شوې.دۀ ووئيل کله چې په بهارتي چوکو سپينې بيرغونه هسک کړے شول نو دپاکستان دفتحې اعلان وکړے شو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0