دهند په ګجرات کښې دپل ماتيدو له امله ١٠ کسان مړۀ

Jul 10, 2025 - 09:38
 0  1
دهند په ګجرات کښې دپل ماتيدو له امله ١٠ کسان مړۀ

 دهند په ګجرات رياست کښې  دپل يوه برخه هاغه راپريوتې چې دپاسه پرې ګڼ ګاډي تيريدل کوم چې سيند ته لويدليدي.

 دهندي ميډيا ترمخه دريسکيواپريشن پهدوران تراوسه دلسو کسانو مړي راويستل شويدي او درې کسان په حفاظت سره راويستل شويدي.

امدادي کارونه روان دي او دمړو په شميرکښې داضافې اندېښنه ده، دعيني شاهدانو ترمخه  په سيند جوړ دې پل کښې درزونه جوړ شوي وو او دباران نه پس  دپل حالت نور هم خراب شوے ؤ.

 دسيمې دخلقو وينا ده چې دپل دبدحالۍ په اړه څو کرته شکايتونه شوي وو خوازاله ئې نۀ وه شوې.

دګجرات وزيراعلى ددې حادثې دتحقيقاتو حکم کړے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي