غزه کښې دامريکا دامدادي نظام پيل،اسرائيلو نور 45 فلسطينيان شهيدان کړل

غزه کښې دامريکې په مرستې سره دچليدونکي نوي امدادي نظام داغاز نه پس په زرګونو فلسطين دبدنظمۍاؤ تشدد دويرې باوجود دخوراک ترلاسه کولو لپاره دتقسيم مرکزونو ته رسيږي
دنړيوالې خبري ادارې رائټرز درپورټ ترمخه دامريکې په سرپرستۍ کښې چليدونکي اؤ اسرائيلي حمايت يافته ګروپ غزه هيومينيټيرين فاؤنډيشن( جي ايچ ايف) زيرانتظام دوه مرکزونه دنهې دورځې راهسې کار کوي، خو په دغو مرکزونو کښې هاغه وخت دتشدد منظرونه وليدل شول چې دزرګونو په شمير کښې فلسطينيانو دازغن تار لوري ته منډې وهلي اؤ امنيت فرونکي کوونکي نجي ټيکه داران ئې په شاتګ مجبوره کړي دي.
بلخوا اسرائيلي جيټ طيارو دغزه په علاقو بمباري جاري ساتلې، دفلسطين طبي کارکنانو وئيلي چې دزيارت په ورځ کم از کم ٤٥ کسان شهيدان شويدي چې پکښې دمينځنۍ غزه دپټۍ بوريج کيمپ کښې په ګڼو کورونو حمله کښې شهيد ٢٣ کسان شامل وو.
اسرائيلي پوځ وئيلي دوي ټوله شپه په غزه کښې په لسګونو اهداف په نخښه کړي دي چې پکښې ددوي په قول دوسلو ذخيره کولو مقامات، اسنائپر پوزيشنز او سرنګونه شامل دي.
What's Your Reaction?






