کيليفورنيا کښې دصحت مرکز سره نزدې بم چاؤدنه، يو تن مړ

May 19, 2025 - 19:35
 0  0
کيليفورنيا کښې  دصحت مرکز سره نزدې  بم چاؤدنه، يو تن مړ

دامريکې  په کيليفورنيا رياست کښې دصحت ديو مرکز سره نزدې په يوه زورداره بمي چاؤدنه کښې يو تن وژل شوے اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شويدي.

دنړيوالې خبري ادارې درپورټ ترمخه چاؤدنه دومره زورداره وه چې دصحت مکز  دودانۍ چت ئې الوزولے دے اؤ دخواوشا عمارتونو شيشې ورسره هم ماتې شويدي.

 په دې حواله د کيليوفنريا ميئر  وينا ده چې چاؤدنه په يو ګاډي کښې يا ددې سره نزدې شوې ده، په کلينک کښې موجوده طبي عمله محفوظه پاتې شوې ده، بم يو غلا کړے شوي  ګاډي کښې نصب کړے شوے ؤ.

  دچارواکو وينا ده چې امدادي ټيمونه په فوري توګه موقعې ته رسيدلي اؤ ژوبل شوي کسان ئې نزدې هسپتال ته رسولي دي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي