بلوچستان کښې په چيک پوسټ دوسله والو حمله، څلور اهلکار شهيدان

May 17, 2025 - 09:36
 0  0
بلوچستان کښې په چيک پوسټ  دوسله والو حمله، څلور اهلکار شهيدان

 دبلوچستان دخضدار  ضلعې  په نال تحصيل کښې  نامعلومو وسله والو دليويز په  چيک پوسټ حمله کړې ده چې پکښې څلور امنيتي اهلکار شهيدان شويدي

دليويز سرچينو  ترمخه حمله په سي پيک روډ دليويز په چيک پوسټ شوې ده، دليويز ځواک ځوانانو  په پوره جرائت مندۍ سره دحملې مقابله کړې،  دحملې داطلاع په ترلاسه کيدو سيمې ته امنيتي اهلکار رسيدلي دي اؤ دلټونې عمليات ئې پيل کړيدي.

  دپوليسو ترمخه دشپې په تيارۀ کښې ګڼو وسله والو  په ياد چيک پوسټ حمله کړې ده، په حمله کښې شهيد شوو اهلکارو کښې مقبول، خدا بخش، اعجاز احمد او محمد علي شامل دي، دشهيد شوو اهلکارو لاشونه نزدې هسپتال ته  وړل شوي شوي دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي