پاکستان،ايران نه درامد اؤ دمقامي سپلايۍ په وجه دټماټرو نرخ راپريوتو

Oct 27, 2025 - 11:54
 0  3
پاکستان،ايران نه درامد اؤ دمقامي سپلايۍ په وجه دټماټرو نرخ راپريوتو

 ايران نه مسلسل درامداتو اؤ دسوات اؤ سندهـ نه دمحدودې مقامي سپلايۍ په وجه دټماټرو قيمتونه  ديو کلو شپږ، اووۀ سوه روپو نه راکميدل شروع شويدي، خو کۀ چرې موجوده حالات برقراره پاتې شي نو دراتلونکي کال دسپرلي موسم کښې په ملک کښې دټماټرو قلت اؤ په بيعو کښې داضافې اندېښنه ده. په ډان اخبار کښې دشائع شوي رپورټ ترمخه دتاجرانو وينا ده چې په پنجاب کښې دسيلاب اؤ سختو بارانونو په وجه دټماټرو فصل ته نقصان رسيدلے دےو البټه هغوي دسندهـ فصل باندې   لوئې اثر مسترد کړے دے ځکه چې دکراچۍ منډيو کښې دصوبې  نه  دنوي فصل راتګ شروع شوے دے، کۀ هر څو زياتره ټماټر اوس لا کچه دي. په کراچۍ کښې ايراني ټماټر په ٢٠٠ روپۍ  کلو خرڅيږي چې  ورسره صارفينو ته يو څه ريليف ترلاسه شوے دے، تيره هفته په په دغه ښآر کښې ټماټر په ٥٦٠ روپۍ کلو خرڅيدل، بلخوا  دوحدت  دنمائنده ترمخه په پېښور کښې هم دټماټرو په نرخ کښې کمے راغلے دے اؤ دګل په ورځ دښار په مختلفو برخو کښې ټماټر د٢٠٠ نه ٢٥٠٠ روپۍ کلو باندې خرڅيدل په کوم چې اولس  دخوشحالۍ اظهار کړےدے خو ددې ترڅنګ ئې  دحکومت نه غوښتنه کړې ده چې   اولس ته   دريليف ورکولو لپاره ګامونه واخلي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي