نوښار، حاجي ميراکبببر خان دډينګي دلاسه پحق ورسيدو
نوښار( وحدت خبريال) دنوښار رسالپور کهنډر معروف کاروباري شخصيت حاجي ميراکبر خان دډينګي تبې دلاسه پحق رسيدلے دے، په نوښار کښې دډينګي تبې په وجه دمړو شوو کسانو شمير شپږو ته رسيدلے دے،دصحت محکمې نوښار اؤ ضلعي انتظاميې لخوا په دې اړه دشميرې جاري کولو نه ډډه کولے شي، دذريعو وينا ده چې دسلګونو په شمير کښې مريضان دډينګي دلاسه کورونو اؤ په نجي هسپتالونو کښې زيرعلاج دي، په سرکاري هسپتالونو کښې دسهولتونو دنيشتوالي په وجه مريضان کورونو اؤ يا نجي هسپتالونو ته ترجيح ورکوي. دکهنډر ناظم اؤ سايسي شخصيت منصف خان دخپل مشر ورور حاجي مير اکبر خان دډينګي دلاسه دمړينې تصديق کړے دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
1
Funny
0
Angry
0
Sad
1
Wow
0