دنوښار سره تعلق لرونکے دپاک فوج سپاهي بلوچستان کښې شهيد شو

Oct 25, 2025 - 21:46
 0  3
دنوښار سره تعلق لرونکے دپاک فوج سپاهي  بلوچستان کښې شهيد شو

نوښار( وحدت خبريال) دنوښار نظام پور شوانګي اوسيدونکے دپاک فوج بهادر سپاهي محمد اصف په بلوچستان کښې  په بهادرۍ سره ددهشت ګردو خلاف  دجنګيدو په دوران  دشهادت جام نوش کړے دے. دهغه دجنازې په لمونځ کښې په ګڼ شمير کښې خلقو ګډون کړے دے اؤ وروسته په پوره سرکاري  فوجي اعزاز سره خاورو ته سپارل شوے دے،  دپاک فوج چاق وچوبند دستې  دهغه په قبر سلامي ورکړې ده. دشهيد پلار وئيلي دخپل بهادر زوې په شهادت فخر کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي