دججانو ميډيا سره په خبرو پابندي مناسب نۀ ده، جوډيشل کونسل ته خط

Oct 22, 2025 - 12:01
 0  2
دججانو ميډيا سره  په خبرو پابندي مناسب نۀ ده، جوډيشل کونسل ته خط

 د سپريم کورټ ججانو، جسټس منصور علي شاه او جسټس منيب اختر، لخوا سپريم جوډيشل کونسل ته يو  خط ليکل شوے دے چې اوس مخې ته راغلے دے۔ د دې ليک په حواله ويلي شوي چې ججانو باندې د ميډيا سره د خبرو بنديز مناسب نه دے، ځکه چې په عصري جمهوري هيوادونو کښې ججان د عدالتي اصلاحاتو او اړونده مسائلو په اړه ميډيا سره خبرې کوي۔  د ډان نيوز د رپورټ له مخې، دا ليک د 17 اکتوبر په ورځ د ججانو د رويې کوډ (کوډ آف کنډکټ) کې د وړانديز شويو بدلونونو په تناظر کښې سپريم جوډيشل کونسل ته لېږل شوے و۔  په ليک کښې ويل شوي چې مونږ د جوډيشل کونسل د غونډې نه يوه ورځ مخکښې خپلې تبصرې د غونډې په شروع کښې جمع کړې وې، مونږ د ويډيو لينک له لارې په غونډه کښې ګډون کړے و، او د خراب انټرنيټ باوجود مو خپل دريځ وړاندې کولو هڅه وکړه۔ ليک زياتوي، مونږ دا خبره يقيني کړې وه چې د لاسليک شوې نسخې کاپي به د 20 اکتوبر په ورځ د غونډې وروسته جمع شي۔ خو د قومي عدالتي پاليسۍ جوړوونکې کمېټې د ناستې نه وروسته، چې پکښې غير آيني اقدامات مخې ته راغلل، مونږ خپل لاسليک شوے رسمي ليک لېږو۔ په ليک کښې دا هم ويل شوي چې د جوډيشل کونسل له ناستې يوه ورځ مخکښې د قومي عدالتي پاليسۍ کمېټې په غونډه کښې د ججانو د رويې کوډ (کوډ آف کنډکټ) موضوع غير آيني ډول   تر بحث لاندې راوستل شوې وه، حال دا چې دا موضوع يوازې د سپريم جوډيشل کونسل د اختيار لاندې راځي۔   په ليک کښې دا هم ويل شوي دي چې د اسلام‌اباد هائي کورټ چيف جسټس سردار محمد سرفراز ډوګر بايد له کمېټې څخه لرې کړل شوے وے، او د جوډيشل کونسل بيا تنظيم ضروري وه۔ که چيرې دا وړانديز شوې ترميمونه منظور شي، نو دا به د عدليې آزادي محدوده کړي۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي