سپين بولدک،افغانستان ته دمزدورۍ لپاره دتللو اوو پاکستانيانو لاشونه پاکستان ته حواله
دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ په روانه هفته کښې دتيرې شورو په ورځ چمن اؤ سپين بولدک کښې شوو نښتو کښې دوژل شوو اوو پاکستاني وګړو لاشونه دزيارت په ورځ پاکستان ته حواله کړے شوي وو چې دجنازې لمونځ ئې په چمن کښې ددوي په ابائي علاقو کښې ادا کړے شوے ؤ. هلال احمر بي بي سي ته تصديق کړے دے چې په نښتو کښې دوژل شوو پينځوو اولسي وګړو اؤ دوو ايف سي اهلکارو لاشونه افغانستان دوي ته حواله کړي وو. دپينځوو وګړو لاشونه ډسټرکټ هيډکوارټرز چمن اؤ ددوه سيکورټي اهلکارو لاشونه ايف سي هيډکوارټرز ته منتقل کړے شوي وو. دغه ټول کسان په سپين بولدک کښې وژل شويدي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0