خېبرپښتونخوا کښې دافغان کډوالو دکيمپونو بندولو فيصله، نوټيفيکيشن جاري
وفاقي حکومت د خيبرپختونخواه په مختلف برخو کي د اوږدې مودې نه راپدېخوا قائم افغان کډوالو کيمپونه بندولو فېصله کړې ده او په دې اړه ئې رسمي نوټيفېکيشن هم جاري کړے دے.
په جاري شوي نوټيفېکيشن کښې ويل شوي دي چي ټول افغان کډوال چز په صوبه کښې اوسېږي، هغوي ته سمدستي خپل وطن ته د ستنيدو وينا شوې ده.په نوټيفېکيشن کښې د دېره اسماعيل خان، ټانک، لکي مروت، بنو، مانسهره، چارسده او ملاکنډ کښې د افغان کډوالو کيمپونو د بندولو حکمونه ورکړل شوي دي.
صوبائي حکومت ته هدايت ورکړل شوے چې د بند شوو کيمپونو زمکه له قبضې خالي کړي او انتظامي کاروايياني زر تر زره بشپړې کړي.
د ذريعو په وينا، د وفاقي حکومت دا ګام په ټول هيواد کښې د غيرقانوني ميشت افغان وګړو د بېرته ستنولو د روان بهير برخه ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0