سهيل افريدے دخېبرپښتونخوا نوے وزيراعلى منتخب، دعمران خان رهايۍ لپاره داقداماتو لوظ

Oct 13, 2025 - 22:07
 0  5
سهيل افريدے دخېبرپښتونخوا نوے وزيراعلى منتخب، دعمران خان رهايۍ لپاره داقداماتو لوظ

پېښور: په صوبائي اسمبلۍ كښې د نوي وزيراعلى انتخاب لپاره غونډه د سپيكر بابر سليم سواتي په مشرۍ كښې وشوه ٬ اپوزيشن په انتخابي عمل د تحفظات څرګندونې كولو سره ايوان  نه واك اوټ وكړو.

  د ووټنګ نه وروستو سپيكر نتيجه واوروله چې د پي ټي ائي   اميدوار سهېل افريدي 90 ووټونو سره د صوبې وزيراعليى وټكلے شو۔ په دې موقع سهېل خان افريدي ايوان كښې د خپلې وېنا په مهال ووئيل

زۀ دخپل ليډر، دپاکستان ترټولو دمقبول ترين ليډر انتهائي مشکور يم، هغه  زما پشان ادنا کارکن چې دمډل کلاس سره تعلق لري، چې نۀ ئې کوم ورور اؤ نۀ هم بچے په سياست کښې دے، وزيراعلى نامزد کړم.

 سهيل افريدي ووئيل  علي امين ګنډاپور چې په يو اواز ئې استعفا ورکړه اؤ څنګه چې ئې نن په ايوان کښې ووئيل دخپل ليډر په وينا ئې استعفا ورکړه نو  تا ته دعقيدت پيرزوئينې پيش کووم، څوک چې زمونږ سپکاوے کوي،  هغوي پخپل سپک دي، زۀ خپل ليډر ته پيغام ورکول غواړم چې ستا عاشق يم، خلق  سياست کوي خو زۀ ستاسره عشق کووم.

دۀ ووئيل  چې  دپي ټي ائي ټولو کارکنانو ته باور ورکووم چې  دقائد درهايۍ لپاره  مې دنن نه اقدام پورته کول شروع کړيدي، دچئيرمين ميرمنه چې باپرده ميرمنه ده، دسياست سره ئې هيڅ تعلق نشته، دهغې لپاره به هم ترټولو وړاندې کار کووم.

 دۀ ووئيل   تر ننه چې دچئيرمين درهايۍ لپاره کوم اقدامات نۀ دي پورته کړے شوي، هغه به کووم، دقائد رهايۍ لپاره داحتجاجي سياست چيمپئن يم، ځکه چې زما سره دبائيللو لپاره هيڅ نشته، نۀ ګاډي اؤ نۀ نور څه، دې کرسۍ ته به دخپل ليډر لپاره يوه لته ورکړم، څوک دې دا نۀ ګڼي چې ماته به سيلوټ وکړي اؤ زۀ به ددې تخت اؤ تاج لپاره دخپل مقصد نه لرې شم، دا ددوي غلط فهمي ده، زه به دخپل ليډر په احکاماتو فوري لبيک وايم. دڅو ورځو راهسې  افواه ده چې دچئيرمين  جيل بدلولے شي، کۀ چرې د چئيرمين  دکورنۍ دمرضۍ نه بغير مو داسې وکړل نو ټول پاکستان به جام کړم.

   

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي