ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري اخراج لړۍ ودروي

Oct 10, 2025 - 22:29
 0  7
ملګري ملتونه: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري اخراج لړۍ ودروي

کوهاټ (نعمت الله خان ) د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (يو اېن اېچ سي ار) يو ځل بيا له پاکستاني حکومت غوښتي چې د افغان کډوالو د جبري ايستلو بهير ودروي او د دوي د مېشت‌ځايونو د تړلو پرېکړه بېرته واخلي.

 دا غوښتنه په جېنوا کې د ملګرو ملتونو د اجرايوي کمېټې په غونډه کې شوې.

يادې  غونډې ته په پاکستان کې د (يو اېن اېچ سي ار) استازې فيلپا ګرينډېل وويل، د پاکستان حکومت په بلوچستان او خيبر پښتونخوا کې د کډوالو 16 کمپونه تړلي او مېشت افغان کډوال يې "ناقانونه" اعلان کړي.

اغلې ګرينډېل زياته کړه، پاکستان د تېرو 45 کلونو راهيسې د افغان کډوالو کوربه پاتې شوي او نړيوال يې د دې کوربتوب ستاينه کوي، خو د کډوالو بېرته لېږل بايد په خپله خوښه وشي، نه په جبري توګه.

هغې ټينګار وکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان د افغان کډوالو د ستونزو د هوارولو په موخه له پاکستان سره د ګډ کار کولو چمتو دي.

د يادونې ده، چې د پاکستان حکومت د ناقانونه بهرنيانو د ايستلو پلان (اي اېف ار پي) درېيم پړاو پيل کړي چې له مخې يې ګڼ افغان کډوال هم د جبري ايستلو په نوملړ کې شامل شوي دي. حکومت وايي، ناقانونه مېشت بهرنيان په هېواد کې د ناامنۍ سبب ګرځي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي