بنو، دټي ټي پي دوه ترهه ګر ووژل شول
خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کښې ترهه ګرو سره دترهه ګرۍ دمخنيوي ادارې په مقابله کښې دوه انتهائي مطلوب ترهه ګر وژل شويدي، دسي ټي ډي ترمخه وژل شوو ترهه ګرو کښې دڅلورو پوليس اهلکارو په قتل کښې ککړ ماسټر مائنډ هم شامل ؤ، سي ټي ډي وئيلي دي چې ترهه ګر خالد په ٢٠٢٣م کې پۀ سي ټي ډي اؤ پوليس اهلکارو ګڼې حملې کړې وې، دترهه ګرو دقبضې نه دوه کلاشنکوفې، شپږ ميګزين اؤ دوه لاسي بمونه ترلاسه شويدي، دسي ټي ډي ترمخه دترهه ګرو ځينې ملګري تښتيدلي هم دي چې لټون ئې روان دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0