صمود فلوټيلا کښې شامل اطالوي غړي اسلام قبول کړو
) عالمي صمود فلوټيلا کښې شامل اطالوي غړي داسرائيلو په جيل کښې اسلام قبول کړے دے، دترک خبري ادارې ترمخه دماريا کرسټن نومې کشتۍ اطالوي کپتان ترکيې ته په رسيدو داسلام قبلولو تصديق کړے دے. دميډيا سره په خبرو کښې توماسو ووئيل هغه دفلسطيني عوامو دحمايت لپاره په فلوټيلا کښې شامل شوے ځکه چې دهغه په خيال دا يو بهترين عمل ؤ چې هغه دانسانيت لپاره کولے شو. دۀ ووئيل چې په اسرائيلي جيل کښې حالات انتهائي سخت وو، دهغه ملګرو دترکيې سره تعلق لرلو اؤ تقريباً ټول مسلمانان وو، کله چې به هغوي لمونځ ادا کولو نو اسرائيلي اهلکارو به ئې دمخنيوي کوشش کولو دکوم نه پس چې هغه ته داسلام درشتيا والي احساس وشو اؤ کلمه ئې ولوسته. توماس ووئيل داسلام قبلولو نه پس ورته داسې محسوس شوه لکه چې هغه بيا زيږيدلے وي اؤ اوس هغه داخلي سکون اؤ خوشحالي محسوسوي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0