نوښار، دخواجه سراؤ پسر لانجه، ريټائرډ پوليس اهلکار قتل
نوښار( وحدت خبريال) رسالپور کښې دکويژدنې دموسيقۍ په محفل کښې ډزې شويدي چې له امله ئې دپوليسو ريټائرډ اهلکار جمال شاه پحق رسيدلے دے اؤ يو بل تن ژوبل شوے دے، دمقاميخلقو ترمخه درسالپور خواؤشا علاقې حمزه رکشه کښې دوادۀ په دستوره کښې خواجه سرا دډانس پارټۍ لپاره راغلي وو، پهنشه کښې يو تن خواجه سرا له نزدې په ورتللو دتکرار نه پس له کلاشنکوف سره ډزې کړيدي، ملزم دپېښې وروسته تېښته کړېده، مقتول اؤ ژوبل تن قاضي حسين احمد ميډيکل کمپليکس ته رسول شويدي، دپوسټ مارټم نه پس مړے وارثانو ته سپارل شوے دے، دملزمانو خلاف رسالپور تاڼه کښې مقدمه درج کړے شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0