ډي ائي خان کښې 7 ترهه ګر ووژل شول، ائي ايس پي ار
امنيتي ځواكونو د خېبر پښتونخوا پۀ ډیره اسماعیل خان ضلع کښې پۀ كلاچۍ سيمه كښې دخفيه اطلاع په بنياد پۀ شوو عملياتو كښې د هند حمایت یافته فتنه الخوارج 7 ترهه ګر وژلي دي
دائي ايس پي ار وينا ده چې پۀ دغو اوو ترهه ګرو کښې درې افغان وګړي او دوه ځانمرګييان هم شامل دي.
ائی اېس پی ار وئيلي امنيتي ځواكونو په 20 ستمبر د خېبر پښتونخوا ضلع ډیره اسماعیل خان په كلاچۍ سيمه كښې په پټو اطلاعات عمليات كړي۔سيمه كښې د هند حمایت یافته فتنه الخوارج ترهه ګرو موجودګۍ اطلاع ترلاسه شوې وه۔ كارروايۍ کښې د پاك پوځ ځوانانو په پیشه وره ډول د ترهه ګرو ځالې په نخښه كړي چې په نتيجه كښې ئې اووۀ خوارج چې پكښې درې افغان وګړي او 2 ځانمرګي بريد كونكي شامل ؤ وژلي دي
ائي ايس پي ار وئيلي پاكستان د عبوری افغان حكومت نه هيله لري چې خپله خاوره د پاكستان په ضد ترهه ګرو هلو ځلو لپاره ونه كاروي او خپلي ذمه وارۍ پوره كړي
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0