په کوهاټ کښې يوې ټرافيکي پېښې مهال دوه تنه مړه شوي
کوهاټ ( نعمت الله خان ) د کوهاټ په لوی سړک يا (انډس هايوې) باندې په يوه خونړۍ ټرافيکي پېښه کښې دوه تنه په ځائے مړه شوي دي.
د کوهاټ ژغورنې ادارې ( ريسکيو ۱۱۲۲) وياند جواد اپرېدی رسنيو ته په ورکړل شوي بيان کښې ويلي، پېښه د کوهاټ په سورګل نومې څلورلاري کښې موټر او د سپرليو يو بس ترمنځه رامخته شوې چې د ټکر له امله په موټر کښې سپاره دوه کسان د پېښې پۀ وخت پۀ ځائے مړه شوي.
وياند زياتوي، مړه شويو کسانو کښې يو تن ظهير خان پلار ئې علي سيد نومېږي چې د پېښور اوسېدونکی دی او د بل مړ شوی تن پېژنګلوي نه شوې ځکه چې شناخت لپاره کوم ثبوت ورسره شتون نه لري.
د يادې پېښې په تړاو د سيمې تاڼې پوليسو هم خپلې پلټنې پيل کړې دي.
د کوهاټ په دغه لوی سړک ( انډس هايوې ) ډېرای ټرافيکي پېښې د ډراېورانو لخوا د ټرافيکي اصول نه مراعاتول او ګاډو چلولو له امله داسې ډول مرګونې پېښې وخت ناوخت رامنځته کېږي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0