حسن ابدال،سيلاب کښې د ګاډي لاهو کيدو په وجه څلور زنانه مړې

Jul 30, 2025 - 23:55
 0  0
حسن ابدال،سيلاب کښې د ګاډي لاهو کيدو په وجه څلور زنانه مړې

حسن ابدال کښې وادۀ کښې دشرکت کولو نه پس  دروان خاندان ويګو ګاډے سيلابي اوبو کښې لاهو شوے دے چې له امله ئې  څلور زنانه مړې شويدي.

درپورټ ترمخه په اټک کښې سيلابي اوبو کښې لاهو شوي ګاډي کښې لس کسان  سوارۀ وو. داټک ډي سي وئيلي دپېښې وروسته ريسکيو اپريشن شروع کړے دے چې پکښې پينځه کسان په حفاظت سره راويستل شويدي.

 امدادي ټيمونو څلور لاشونه راويستلي دي،لاشونو کښې درې خويندې هم شاملې دي، نازيه، صابره بي بي اؤ ايمن بي بي لاشونه داوبو نه راويستل شويدي. دڅلور کلن ماشوم مصطفي لټون روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي