لکی مروت، پوليس اهلکار دتښتول کيدو وروسته شهيد

په لکي مروت کښې ترهه ګرو يو پوليس اهلکار دکور نه اغوا کړے اؤ په نزدې درګه ځنګل کښې ئې په ډزو سره شهيد کړے دے،
دپوليسو وينا ده چې تيره شپه نامعلومه ترهه ګر په ملک اباد کښې دخوشدل خان کور ته ورغلي اؤ هغه ئې اغوا کړے اؤ وژلے دے. دپېښې په اطلاع ترلاسه کيدو سيمې ته پوليس رسيدلي اؤ دترهه ګرو لټون ئې شروع کړے دے.
دشهيد کړے شوي پوليس اهلکار خوشحدل خان دجنازې لمونځ وروسته په پوليس لائن کښې په سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے
دپوليسو چاق وچوبند دستې هغه ته اخري سلامي ورکړې ده، ډي پي او محمد جواد اسحاق، ايس پي انوسټي ګيشن مراد خان وزير،اے ډي سي حبيب الله وزير او فوځي چارواکو دشهيد په جسد ګلونه ايښودي دي.
شهيد خوشدل خان په قبول چيک پوسټ دنائب انچارج په توګه تعينات وو او په چوټۍ کور ته تللے ؤ.
دجنازې ادا کيدو نه پس ډي پي او جواد اسحاق وئيلي دترهه ګرو دغه شان بزدلانه فعاليتونو سره به دپوليسو حوصلې نۀ ماتيږي.
What's Your Reaction?






