بنو، دبهتې نۀ ورکولو له امله ترهه ګرو دکروړونو روپو مشينري وسوزوله

Jan 18, 2026 - 22:38
 0  1
بنو، دبهتې نۀ ورکولو له امله ترهه ګرو دکروړونو روپو مشينري وسوزوله

بنو( وحدت خبر) ضلع بنو کښې  دبهتې نۀ ورکولو له امله ترهه ګرو دکروړونو روپو مشينري وسوزوله، دبنو د دوه منزي په مقام په سرکلر روډ منصوبه دکارکوونکې نجي کمپنۍ په کيمپ خوارجو حمله کړې ده اؤ دکروړونو روپو دماليت مشينري ئې سوزولې ده، داطلاعاتو ترمخه خوارجو دکپمنۍ نه بهته طلب کړې وه خو په ناکامۍ ئې انتقامي کارروائي کړې، کرين، ډمپر، ايکسکيويټر، واټر ټينکر، جنريټر، رولر، لوډر، سولر پلانټ، ټريکټر، ډيزل ډرم، کرننګ کمانډ ډرم اؤ ويلډنګ پلانټ ئې سوزولي دي، پېښه کښې مرګ ژوبله نۀ ده شوې، حمله دشپې په وخت شوې ده اؤ ټول مزدوران محفوظ دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي