پېښور کښې په ډزو دشهيد سي ټي ډي پوليس اهلکار دجنازې لمونځ ادا

Jan 10, 2026 - 23:00
 0  1
پېښور کښې په ډزو دشهيد سي ټي ډي پوليس اهلکار دجنازې لمونځ ادا

پېښور( وحدت خبر) دريګي تاڼې حدودو کښې په ډزو دشهيد شوي سي ټي ډي  کانسټيبل ثناء الله دجنازې لمونځ دپېښور په ملک سعد شهيد پوليس لائن کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے. دشهيد دجنازې لمونځ کښې دپاک ارمي چارواکو، سي ټي  او، ايس ايس پي اپريشنز، ايس پي سي ټي ډي،  دشهيد عزيزانو اؤ پوليس افسرانو په ګڼ شمير کښې ګډون وکړو، دپوليس چاق وچوبند دستې  شهيد ته سلامي پيش کړې ده، دهغه په قبر ئې دګلونو څادر غوړولے اؤ دشهيد ددرجو لوړوالي لپاره ئې دعا کړې ده. دجنازې دلمونځ ادا کيدو وروسته مړے دپوليس سپيشل سکواډ ترڅنګ دهغه ابائي علاقې ريګي ته روان کړے شوے دے چرته چې به هغه په پوره سرکاري اعزاز سره خاورو ته سپارلے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي