خېبرپښتونخوا کښې به ملټري اپريشن سره امن نۀ قائميږي،سهيل افريدي

Jan 9, 2026 - 22:48
Jan 9, 2026 - 23:17
 0  7
خېبرپښتونخوا کښې به ملټري اپريشن سره امن نۀ قائميږي،سهيل افريدي

پېښور( وحدت خبر)  دخېبرپښتونخوا وزيراعلى  سهيل افريدي وئيلي دي چې مونږ صرف دټي ټي پي نۀ بلکې دټولو دهشت ګردو تنظيمونو مخالفت کوو،  خېبرپښتونخوا کښې به ملټري اپريشن سره امن نۀ قائميږي،  په خېبرپښتونخوا کښې داپريشن مقصد  عمران خان اؤ پي ټي ائي ختمول دي. دۀ ووئيل  چې  دحق مطابق کۀ پېسې ترلاسه شوے وے نو خېبرپښتونخوا به دنورو صوبو نه زياته ترقي کړے وے. کراچۍ پريس کلب کښې ميټ دي پريس ته په وينا کښې  سهيل افريدي ووئيل چې  عمران خان ته  بنيادي انساني حقونه نۀ شي ورکولےو عمران خان دخپلې کورنۍ  اؤ ملګرو سره ملاقات ته نۀ پريښودل کيږي، زما قائد ترټولو مقبول ترين ليډر دے، زما دليډر عمران خان حکومت په نهم اپريل په غيرقانوني توګه ختم کړے شوے دے، زمونږ په مينډيټ ډاکه اچول کيږي، زمونږ جنګ دذات نۀ بلکې ستاسو دټولو جنګ دے.  په لوئې شمير کښې عوام داستقبال لپاره راغلي، پريس کلب ته په رارسيدو کښې  دځنډ سره مخ شوم، دۀ ووئيل چې پنجاب ته هم لاړم خو هلته زمونږ سره ښه سلوک ونۀ شو، په لاهور کښې  چې به مونږ چرته دډوډۍ خوړو لپاره  تللو نو هغه مارکيټ به بندولے شو، په ائين کښې چرته ليکل شويدي چې يو وزيراعلى په بله صوبه کښې سياست نه شي کولے؟ دۀ ووئيل چې  په سندهـ کښې اوس هم دبې نظيرې اؤ ذوالفقار علي بهټو حکومت په نظر راځي،  دسندهـ وزيراعلى  دمرستې يقين دهاني راکړې وه، دسندهـ وزيراعلى دې خېبرپښتونخوا ته راشي، ورته به عزت اؤ درناوے ورکوو. وزيراعلى ووئيل چې  خېبرپښتونخوا کښې احساس پروګرام روان دے، خلقو ته شل لکو روپو پورې دعلاج سهولت مفت  ترلاسه کيږي. دۀ ووئيل چې صرف د١٧ؤ سيټونو ګټونکي په مرکزي حکومت کښې ناست دي. دۀ ووئيل چې خېبرپښتونخوا ترټولو ارزانه بجلي جوړوي اؤ ارزانې بجلۍ نه ټول پاکستان ته ګټه رسيږي.  سهيل افريدي ووئيل چې دخېبرپښتونخوا سره دميرنې مور سلوک کيږي. دۀ ووئيل چې ٢٠١٨م نه ٢٠٢٥م پورې  ټولو ته داين ايف سي شيئر ترلاسه کيږي خو خېبرپښتونخوا ته نۀ. دۀ ووئيل چې  وفاق مونږ ته زمونږ دبرخې پېسې نۀ دي راکړي.دخېبرپښتونخوا وزيراعلى  محمد سهيل افريدے کراچۍ ته رسيدلے دے، دسندهـ حکومت لخوا صوبائي وزير سعيد غني دهغه استقبال کړے دے، دپاکستان تحريک انصاف سندهـ قيادت اؤ کارکنانو هم په ګڼ شمير کښې  دکراچۍ په ائيرپورټ  وزيراعلى ته دروند هرکلے وئيلے دے،  سهيل افريدي به دکراچۍ، حيدراباد، کورنګي، ملير، جامشورو، کيماړي پشمول دمختلفو ضلعو دورې کوي، ددورو په د وران به هغه  پارليمننټيرينز، دپي ټي ائي قيادت، پارټۍ تنظيمونو عهديدارانو اؤ نورو مشرانو سره ملاقاتونه کوي.  وزيراعلى به دميډيا نمائندګانو، بار ايسوسي ايشنز اؤ وکيلانو کنونشن ته هم وينا کوي، په مزار قايد به حاضري ورکوي اؤ کارکنانو ته به وينا کوي، هغه به دسندهـ وزيراعلى سره ملاقات هم کوي.  اسيرانو سره ملاقات، اسټريټ موومنټ اؤ پبلک موبائيلائزيشن هم دوزيراعلى  ددورې دشيډول برخه ده. دصوبائي کابينې غړي، دخېبرپښتونخوا  اؤ قامي اسمبلۍ  غړي هم دوزيراعلى سره ملګري دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي