ډونلډ ټرمپ دبين الاقوامي غنډه په شکل کښې مخې ته راځي، حافظ نيعم الرحمان

Jan 6, 2026 - 21:48
 0  1
ډونلډ ټرمپ دبين الاقوامي غنډه په شکل کښې مخې ته راځي، حافظ نيعم الرحمان

لاهور( وحدت خبر) دجماعت اسلامي پاکستان امير حافظ نعيم الرحمان  په وينزويلا کښې امريکائي کارروايۍ سره صدر مادورو اغوا ، په هغه مقدمو درج کولو اؤ  دعالمي طاقتونو په بې وسۍ  دافسوس اظهار کړے اؤ وئيلي ئې دي چې  ډونلډ ټرمپ  ددنيا لوئې قامونو ته  دهمکۍ ورکوي، ډونلډ ټرمپ دبين الاقوامي غنډه په شکل کښې مخې ته راځي، حافظ نيعم الرحمان دسماجي رابطو په ويب سائټ ايکس خپل يو بيان کښې وئيلي دي چې  دوينزويلا صدر اغوا اؤ په هغه غيرقانوني مقدمو نه پس دنيا کښې يوځل بيا نوابادياتي نظام په عملي توګه مسلط کولے شي. دۀ  وئيلي دي چې عالمي ـطاقتونه دبين الاقوامي امن لپاره دخپل کليدي کردار ادا کولو  نه ناتوانه په نظر راځي، امريکائي ضد يوځل بيا زور نيسي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي