دنوښار ډپټي کمشنر سره دافغان مهاجرينو دمشرانو ليدنه،کډوالو ته داسانيو ورکولو امر

Dec 15, 2025 - 21:39
 0  30
دنوښار ډپټي کمشنر سره دافغان مهاجرينو دمشرانو ليدنه،کډوالو ته داسانيو ورکولو امر

 نوښار( وحدت خبريال)  دنوښار ډپټي کمشنر عرفان الله محسود سره دافغان مهاجرينو  مشرانو ليدنه کړې ده، په دې موقعه   دافغان مهاجرينو وفد دواپسۍ په عمل کښې ضلعي انتظاميې سره دمکملې مرستې يقين دهاني ورکړې ده،  ډپتي کمشنر دفغان مهاجرينو تحفظات لرې کړي دي اؤ  دسيکورټي دفل پروف انتظاماتو کولو هدايت ئې کړے دے. دنوښار ډپټي کمشنر  وفد ته دضلعي انتظاميې لخوا دصوبائي اؤ وفاقي حکومتونو دجاري کړے شوو  لارښوونو مطابق  دټولو سهولتونو، ټرانسپورټيشن، ميډيکل کيمپ اؤ بائيوميټرک تصديق لاپره دنادرا موبائيل وين فراهمۍ يقين ورکړے دے.  ډپټي کمشنر عرفان الله محسود وفد ته وئيلي دي چې  صوبائي حکومت دقومي پاليسۍ له مخې دافغان مهاجرينو رضاکارانه واپسۍ لپاره ټول اقدامات کوي، په کيمپونو کښې دافغان مهاجرينو  دکډوالۍ حېثيت ختم شوے دے، دکيمپونو پشمول دې داستوګنې په علاقو کښې موجود افغان مهاجرين په رضاکارانه توګه  واپسۍ کښې مرسته وکړي اؤ زر تر زره دې واپسي يقيني کړي. افغان مهاجرين زمونږ اسلامي وروڼه دي ، ددوي به هره ممکنه مرسته کولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 1
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي