دښو اؤ بدو ترهه ګرو فرق به ختمول وي، ميا افتخار حسين

Nov 12, 2025 - 21:33
Nov 12, 2025 - 21:34
 0  4
دښو اؤ بدو ترهه ګرو فرق به ختمول وي، ميا افتخار حسين

پېښور( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ دصوبائي صدر ميا افتخار حسين په مشرۍ کښې وفد صوبائي اسمبلۍ کښې خېبرپښتونخوا امن جرګه کښې دوينا په وخت وئيلي دي چې  دګوډ اؤ بيډ ترهه ګرو فرق به ختمول وي، ترهه ګر، ترهه ګر وي. دۀ ووئيل مونږ ته به دا تسليمول وي چې خېبرپښتونخوا کښې دبدامنۍ اصل جرړې په ماضي کښې درياست لخوا اختيار کړي شوي  دجنګي معيشت، پراکسي پاليسۍ اؤ اسټريټجک ډيپتهـ تصورات کښې پيوست دي.

 دۀ ووئيل چې  هر دهشت ګرد ، دهشت ګرد دے کۀ دهرې صوبې يا مذهبي شناخت سره ئې تعلق وي، دشدت پسندو تنظيمونو  مالي نيټ ورکونو، تربيتي مرکزونو اؤ سهولت کارو خلاف دې بغير دامتياز نه کارروائي وکړے شي اؤ په رياستي کچه دې  دکومې شدت پسندې نظريې دسرپرستۍ نۀ کولو عهد وکړے شي. دبدامنۍ اثرات صرف ځاني نقصان پورې محدود نۀ دي بلکې دې دخېبرپښتونخوا معيشت، تعليم، سياحت اؤ معاشرتي ډهانچه هم تباه کړې ده. ځوانانو کښې دمايوسۍ، بې روزګارۍ اؤ انتقام رجحان سيوا شوے دے. ددې چيلنجونو مخنيوي لپاره به رياست ته پخپلو پاليسيو کښې بنيادي بدلون راوستل وي. ترڅو چې دا دپاليسۍ ډهانچې ختمې شوي نۀ وي، امن به يو خوب وي.  دعوامي نيشنل پارټۍ يو واضحه موقف دے چې  دټولو غيررياستي اؤ  په تشدد يقين لرونکو تنظيمونو سرپرستي دې دهميشه لپاره بنده کړے شي. 

  داے اين پي وفد په امن جرګه کښې شرکت کړے دے، په وفد کښې صوبائي جنرل سيکرټري حسين شاه يوسفزئي اؤ جائنټ سيکرټري حامد طوفان شامل وو،  دعوامي نيشنل پارټۍ دصوبائي اسمبلۍ اراکين ارباب محمد عثمان خان، نثار باز، شاهده وحيد هوتي اؤ خديجه بي بي هم موجود وو.  دعوامي نيشنل پارټۍ صوبائي صدر ميا افتخار حسين  دپارټۍ نمائندګۍ کولو سره په جرګه  کښې  يو شمير  تجويزونه پيش کړيدي،

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي